زموږ په اړه
د اسلامي ارشاداتو له مخې زموږ د ماموریت او لیدلوري پېژندنه
د اسلامي ارشاداتو له مخې زموږ د ماموریت او لیدلوري پېژندنه

مشهور (په ارغندي خلیفه صاحب) قدس الله سره
انوار المشایخ جناب حضرت مولانا مؤید الدین خلیفه صاحب فضل الدین رح چې د ارغندۍ په خلیفه صاحب سره یې شهرت درلود؛ د افغانستان له نومياليو عالمانو او لویو عارفانو څخه وه، پلار یې محمد زرين نومېده چې یو نیک خویه او متقی انسان و.
انوارالمشائخ رح خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل کلې په ښوونځي کې ترسره کړې او وروسته یې د افغانستان په مختلفو ديني مدارسو کې مروج دينـي عـلـوم سـرته ورسول، نوموړي له جناب شیخ الحدیث حضرت مولانا عبدالغفار ننګرهاري چې نوموړی د شیخ الحدیث مولانا نصیرالدین غرغشتوې رح شاګرد وه چې د غزنې په نورالمدارس مدرسه کې شیخ الحدیث وه د تفسیر علم حاصل کړ.
انوار المشائخ رح د حدیثو سند په کابل کې له شیخ الحدیث حضرت مولانا سلطان جان صاحب څخه تر لاسه کړ؛ او له نوموړي څخه یې د حدیثو په برخه کې د تدریس کولو اجازه هم واخیسته.
خلیفه صاحب قدس الله سره، د طالبالعلمۍ په مبارکو شپو ورځو کې د حضرت نورالمشائخ فضل عمر مجددي قدس الله سره په سپېڅلو لاسونو بیعت وکړ او د سلوک پر لاره روان شو. کله چې حضرت نورالمشائخ، نور الله مرقده، له دارالفنا څخه دارالبقا ته رحلت وکړ؛ نو خلیفه صاحب د خپل عهد تجدید له حضرت ضیاءالمشائخ محمد ابراهیم جان مجددي نورالله مرقده سره وکړ. نوموړی په ۱۳۴۹ هـ.ش کال کې د علمِ باطن په فیوضاتو مشرف شو، د سلوک او طریقت منازل یې د الله پاک په توفیق بشپړ کړل؛ چې بلاخره د جناب حضرت ضیاءالمشائخ رح په مبارکو لاسونو د خلافت له روحاني مرتبې څخه برخمن او د نوموړي په مبارکو لاسونو ورته دستار وتړل شو.
پورته کول...

کله چې حضرت خليفه صاحب نورالله مرقده د ظاهري او باطني علومو له تحصيل څخه فارغ شو، نو د دين د خدمت او د علم د خپرولو کاروان يې په لومړي ځل له ميدان وردګو ولايت د چارکي مدرسې څخه پيل کړ؛ چې په منظم او دوامداره ډول يې د تدريس ډیوې روښانه کړې. وروسته د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ د برې ارغندۍ سيمې د بازيدخېلو کلي ته ولاړ او همدلته يې په لومړي ځل د انوارالعلوم په نوم د يوې مدرسې د بنسټ ډبره په خپلو مبارکو لاسونو کېښوده چې د دیني او اخلاقي روزنې تر څنګ د روحاني تزکيې يو مهم مرکز وګرځېد او د سيمې د خلکو لپاره د هدايت، پوهې او معنويت يوه ستره سرچينه شوه؛ چې تر اوسه پورې وګړي ورڅخه خپله علمي،اخلاقي او روحاني تنده خړوبوي.
ارغندی اول ځل:
٦ / ١ / ١٣٨٣ هـ ق
٨ / ٣ / ١٣٤٢ هـ ش
٢٩ / ٥ / ١٩٦٣ م
حضرت انوارالمشائخ رح د نور محمد ترهکي د حکومت په وخت کې له خپل ګران هېواد څخه هجرت وکړ او د پاکستان د شمالي وزیرستان په میرانشاه سیمه کې یې د اوسېدو پرېکړه وکړه؛ که څه هم له وطنه لرې وه خو د هجرت په دې ټاټوبي کې یې یو ځل بیا د علم رڼا روښانه کړه او د انوارالعلوم الاسلامیة په نامه يې یوه منوره ديني مدرسه تأسیس کړه. دا مدرسه ډېر ژر د دیني زده کړو په یوه لوی مرکز بدله شوه، چې سلګونه طالب العلمانو به پکې د دیني علومو زده کړه کوله. همدغه مدرسه د هغه د علمي او روحاني بصیرت، ديني غیرت او امت ته د خدمت د ژمنې یو ژوندی مثال وګرځېده او د هجرت په غربت کې یې د علم، تقوا او روحانیت داسې څراغ بل کړ چې رڼا یې تر لرې لرې سیمو پورې خپره شوه.
میرانشاه د مدرسې بنسټ:
٦ / ٩ / ١٤٠٥ هـ ق
۴ / ۳ / ۱۳۶۴ هـ ش
حضرت انوارالمشائخ خلیفه صاحب ارغندي قدس الله سره د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې له یوې سختې او اوږدې ناروغۍ سره مخ شو؛ هماغه مرض يې د فاني ژوند د پای سبب وګرځېد او په ۱۹۹۵م کال کې یې خپل روح حق جل جلاله ته وسپاره. جنازه یې د پاکستان په میرانشاه سیمه د شهیدانو هدیرې ته څېرمه ادا او په یاده هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه. د جنازې په مراسمو کې زرګونو علماوو، جهادي مشرانو،سیاسیونو،مجاهدینو او طالب العلمانو ګډون کړی و. روح یې ښاد، په ګور يې نور او یاد دې تل تر تله ژوندی وي!

د انوارالعلوم اسلامي مدرسه د جناب شیخ القرآن والحدیث حضرت انوارالمشائخ خلیفه صاحب فضلالدین ارغندی رحمةالله علیه په مبارک لاس د ۱۳۸۳ هـ ق / ۱۳۴۲ هـ ش / ۱۹۶۳ م کال د جوزا په اتمه نېټه د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د ارغندي علیا په سیمه کې تأسیس شوه.
له نوموړي د وفات وروسته، د مدرسې د اهتمام چارې د هغه ورور حضرت تاجالمشائخ خلیفه صاحب سدوزی غریقي رحمةالله علیه ته وسپارل شوې. ورپسې، د تاجالمشائخ رح له وفات وروسته د مدرسې اداره د حضرت ارغندی خلیفه صاحب د کشر زوی او د تاجالمشائخ رح وراره حضرت قلبالمشائخ خلیفه صاحب محمد شفیق فضلي حفظهالله تعالی ته وسپارل شوه. نوموړی تر ننه د دې جامعې د علمي او روحاني چارو څارنه کوي او د تصوف څانګه یې په ځانګړي ډول د پام وړ وده کړې ده.
په نوموړې مدرسه کې د ديني او عصري علومو تدریس په منظم ډول تر سره کېږي، چې مهمې څانګې یې دا دي:
تجوید
حفظ
تفسیر
حدیث
فقه
اصول الفقه
منطق
معاني
صرف
نحو
حکمت
ریاضي
انګلیسي
عربي
فن بیان
دغه علوم په درجوي (صنفي) او متفرقه ډول تدریس کېږي.
خلیفه صاحب محمد شفیق فضلي (حفظهالله)
مفتي صاحب محمد حسن حسان (حفظهالله)
مفتي صاحب سیف الرحمن سعید (حفظهالله)
الحاج مولوي محمد پزیر فاروقي (حفظهالله)
مولوي صاحب محبالله
مولوي صاحب شفیق الرحمن اخوند زاده
مولوي صاحب احمد نبي
مولوي صاحب صادق سکندر
مولوي صاحب طاهر بلال
مولوي صاحب رفیعالله ابوالسیف
مولوي صاحب محمد شریف عمر فضلي
مولوي صاحب ضیاءالله عمري
مولوي صاحب سمیعالله فهام
مولوي صاحب سمیعالله راشد
قاري صاحب محمد میرویس تحسین
حافظ صاحب رحمنالله قائد
حافظ صاحب صدیقالله
مولوی صاحب حافظ الله خادم
مولوی صاحب عادل قریشی
مولوی صاحب نورالرحمن عمر
هر کال شاوخوا ۵۰۰ تر ۷۰۰ پورې لیلي شاګردانو ته داخله ورکول کېږي.
د تېرو پنځلسو کلونو په ترڅ کې شاوخوا ۷۰۰ تنه فارغین یې د علمي پړاوونو څخه فارغ شوي او ټولنې ته وړاندې شوي دي.
ده ښو اخلاقوڅښتن اومتقی شخص وه.
د ارغندی خلیفه صاحب ورور او په علمي ډګر کې ځای ناستی وو. د وخت جید عالم، مدرس، پیاوړۍ مجاهد او لـوی عـارف وو.
مشر زوى، د ښواخلاقو څښتن اوزړه سواند شخصیت ده.
د قوي عزم خاوند، د تصوف او سلوک په ډګر کې د جناب قطب المشائخ لخوا ورته د خلافت دستار ور په سر کړل شو.
دحلم او زغم نمونه ده.
جید عالم او کامل متبع د شریعت چې ده. جناب تاج المشائخ رحمه الله د وفات څخه وروسته د انوار العلوم اسلامي مدرسې مهتمم شیخ الحدیث او دخلیفه صاحب ځاي ناستي ده، اوس مهال د تصوف اوسلوک په ډګر کې یو لا مثال شخصیت ده.
سراج المشائخ خلیفه صاحب احمد ضیا قدس الله سره دمیدان وردګو ولایت جغتو ولسوالی
قطب المشائخ خلیفه صاحب دین محمد قدس الله، د پکتیا ولایت زرمت ولسوالی
جناب أبو الحسن خليفـه صـاحب مشهور په صوفي صاحب د لوګر ولایت
جناب عبد الستار خلیفه صاحب د وخت جـيـد عـالـم او لوی روحاني شخصیت وو د لوګر ولایت
جناب عبد الرشيد خليفه صاحب د لوګر ولایت
جناب ملا كل خلیفه صاحب د لوګر ولایت
جناب نعمت الله خلیفه صاحب د لوګر ولایت
جناب عثمان غنی خلیفه صاحب اصلا دغزنی ولایت اندړو ولسوالی، فعلاً دپکتیکا ولایت نکه ولسوالی اړوند دی
تاج المشائخ خلیفه صاحب سدوزی غریقي رحمه الله
جناب خلیفه صاحب نعمت الله فضلي حفظه الله
شمس المشائخ خلیفه صاحب دین محمد حفظه الله
نجم المشائخ خلیفه صاحب داد محمد نوري حفظه الله
روح المشائخ خلیفه صاحب عبدالحی فقیرالله حفظه الله
قطب المشائخ خلیفه صاحب محمد انور ابو زبېرحفظه الله
محب المشائخ خلیفه صاحب محمد معراج روحاني رحمه الله
جناب خلیفه صاحب محمد عباس حفظه الله
فخر المشائخ جناب خلیفه صاحب محمد اکرم خادم حفظه الله
جناب خلیفه صاحب محمد هاشم حفظه الله
جناب خلیفه صاحب عزت الله حفظه الله
جناب خلیفه صاحب عاشق الرحمن حفظه الله
جناب خلیفه صاحب اسماعیل جان حفظه الله
جناب خلیفه صاحب سید محمد حفظه الله
جناب خلیفه صاحب بهادر رحمه الله
جناب خلیفه صاحب فهیم حفظه الله
جناب خلیفه صاحب حمید الله حفظه الله
جناب خلیفه صاحب رسول محمد حفظه الله
جناب خلیفه صاحب وزیر حفظه الله
دجناب ارغندی خلیفه صاحب کورنی دهجرت له دیارڅخه چې کله بېرته راستنه شوه نو په دوهم ځل یې دکابل پغمان ارغندی سیمه کې دمدرسې بنیاد دجناب تاج المشائخ خلیفه صاحب سدوزی غریقی. او دارغندی خلیفه صاحب د زامنو، علماءو او دمخورو په لاس په تاریخ ښود ل شو.
د مدرسې بیا بنسټ:
۱۷ / ٦ / ١٤٢٦ هـ ق
۱ / ۵ / ١٣٨۴ هـ ش
د جامعې استادان د لوړو علمي سطحو څښتنان دي، چې د ماسټري، دوکتورا او تخصصي درجې لري.
الله ج دې ترقیامته پورې دا پور نوره روانه بېړی روانه لری
“د ده روح دې تر قيـامـتـه ښـاد وي او د ده فيض دې جـاري وي”
زموږ د اسلامي تعلیماتو او روحاني ودې د میراث برخه شئ.