


























































































































































































































































✦ شریعت • طریقت • سیاست ✦
اَلْجَامِعْةُ اَنوَار الْعُلُوْم اَلْاِسْلاَمِیّة اَلْمَدْرَسَة خلیفه صاحب ارغندی (رح) !په اسلامي نظریه او روحیه باندې د نويو نسلونو روزنه
زموږ مدرسه د شریعت، طریقت او سیاست په رڼا کې د اسلامي روزنې الهامي مرکز دی. موږ زدهکوونکي د علم، معنویت او نبوي اخلاقو پر بنسټ روزو؛ ترڅو د اسلامي فکر او عمل رښتیني لارویان شي، هدف مو دا دی چې هر زدهکوونکی د خپل ځان، ټولنې او امت د روښانه راتلونکي لپاره یو ایمان لرونکی او اغېزمن فرد جوړ شي
د انوارالعلوم په اړه
د انوارالعلوم مدرسه د ۶۳ کلونو راهیسې د اسلامي تعلیم، روحاني تربیې او نبوي اخلاقو د خپرولو په موخه بوخت ده، او زرګونه شاګردان یې په علم او تقویٰ سمبال کړي دي.
شیخ القران والحدیث أنوار المشائخ
الحاج خلیفه صاحب فضل الدین (رح) مشهور (په ارغندي خلیفه صاحب) قدس الله سره
شیخ القرآن والحدیث، انوارالمشائخ الحاج خلیفه صاحب فضل الدین رحمه الله، مشهور په ارغندي خلیفه صاحب قدس الله سره د افغانستان له هغو نومیالیو علماوو او سترو عارفانو څخه وه چې خپل ټول عمر یې د قرآن، حدیثو او د دین د خدمت لپاره وقف کړی وه او د علم، تقوا، اخلاص او روحانیت یو ځلاند ستوری و.
حضرت انوارالمشائخ رح شاوخوا شپږ کاله د خپل کلي په ښوونځي کې د لیک او لوست زده کړه وکړه او بیا یې د علمي او روحاني تندې خړوبولو په موخه د دیني علومو په لور قدم کېښود.
وروسته یې د افغانستان په بېلابېلو مشهورو ديني مدرسو د سترو علماوو تر سیوري لاندې مروج ديني علوم تر لاسه کړل، د تفسیر علم يې له جناب شیخ الحدیث حضرت مولانا عبدالغفار ننگرهاري رحمه الله څخه تر لاسه کړ چې نوموړی د شیخ الحدیث حضرت مولانا نصیرالدین غرغشتوي رح شاګرد او د غزني په نورالمدارس مدرسه کې شیخ الحدیث وه.
نوموړي د افغانستان په بېلابېلو مدارسو کې د خپل وخت د نامتو، علمي او روحاني علماوو تر لاس لاندې د تفسیر او حدیثو علوم زده کړل؛ تر دې چې د خلکو په زړونو کې د یو لوی عارف، روحاني لارښود او مربي په توګه وپېژندل شو.
| ۱۳۴۲ شمسي | ۱۹۶۳میلادي کال کې

په کابل د ارغندۍ په سیمه کې د لومړي ځل لپاره د یوې مدرسې د بنسټ ډبره کېښوده چې ډېر ژر د اسلامي زده کړو یو مهم مرکز وګرځېد. له لرې او نږدې سیمو څخه به طالب العلمان راتلل او نوموړي به ورته د حدیث شریف، تفسیر او نورو اسلامي علومو درس ورکاوه؛ دغه مدرسه د یادو علومو سربېره د اخلاقو، تزکیې او روحاني تربیې یو لوی مرکز هم وه.
د ارغندۍ خلیفه صاحب رح د ستونزمنو وختونو په ترڅ د هجرت په دیار په ۱۳۶۴هـ ش / ۱۹۸۵م کال کې د پاکستان په میرانشاه سیمه کې د «انوارالعلوم» مدرسې بنسټ کېښود؛ هلته یې هم د تدریس او دعوت لړۍ جاري وساتله، او د سیمې د مسلمانانو لپاره د علم، هدایت او اصلاح یوه ستره سرچینه وګرځېده. زرګونو طالب العلمانو د ده له علم او روحانیت څخه فیض واخیست او د هغه په روزنه کې لوی علما او مبلغین وروزل شول؛ چې د علم، عرفان او روحاني لارښوونو يې یو داسې زرین میراث پرېښود چې تر نن ورځې پورې ژوندی دی او د دین د خدمت په ډګر کې د الهام سرچینه ګڼل کېږي. | |
کله چې د هجرت وروسته د ارغندۍ خلیفه صاحب رحمه الله کورنۍ بېرته خپل وطن ته راستنه شوه؛ نو د مدرسې د بیا ژوندي کولو ارمان یې یو ځل بیا تازه شو؛ چې د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د ارغندي په سیمه کې د مدرسې بنسټ د جناب تاج المشائخ خلیفه صاحب سدوزي غریقي رح، د ارغندي خلیفه صاحب د زامنو او علماوو په مبارکو لاسونو کېښودل شو. دا تاریخي او مبارک بنسټ اېښودنه د ۱۷ / ۶ / ۱۴۲۶ هـ ق مطابق ۱ / ۵ / ۱۳۸۴ هـ ش او ۲۰۰۵ میلادي نېټه ترسره شوه. | |
د یادښتونو ګالري




زموږ اهداف
زموږ تعلیمي تګلاره پر هغو اصولو ولاړه ده چې د قرآن، سنت، اواسلافو له تګلارو نه اخیستل شوي، او د زدهکوونکو دیني، اخلاقي او فکري جوړښت پیاوړی کوي.
علم
له افراد او تفریق څخه خالي او د شریعت له اصولو سره سم علم حاصلول او خپرول زمونږ بنسټيز هدف دی.
د سنتو پیروي
د رسول الله ﷺ د سنتو پیروي زموږ د ژوند لارښوونه ده.
ایمان او څهره
ایمان رڼا دی، او دمؤمن څهره باید د ایمان عکاسي وکړي؛ ظاهري حالت مو باید د باطني صداقت، تقویٰ او دیني ارزښتونو ترجمان وي
ټولنه
.ټولنې ته دیني، اخلاقي او تعلیمي خدمت وړاندې کول زموږ مسؤلیت دی.
درسي مضامین
کورسونه
الحمدالله! زموږ له مدرسی څخه لاندې کورسونه تر لاسه کولای شی: ناظره، حفظ، تجوید، تفسیر، احادیث، سیرت، اخلاق، فقه، اصول الفقه، میراث، معاني، ادب، تاریخ، نحو، صرف، منطق، عربي، حکمت، اساسات، انګلیسي او ریاضي.
درسي مضامین
کتابونه
زموږ کتابونه د قرآن، سنت، اسلافو، او حنفي فقهې پر بنسټ، مستند او ژور اسلامي علوم وړاندې کوي، څوجامعی ته محققین علماء وړاندې کړی او د باور وړ ښوونکی وي
د نقشبندیې شریفې طریقې شجره
د اولیاؤ او عارفانو روحاني سلسله
د جامعې ټول فارغین
زموږ فارغین د علم، تقوی او دعوت استازي دي، چې له دستار فضیلت سره امت ته نوې رڼا رسوي. 🌟
د علم څرک
په دې برخه کې د اسلامي لارښوونو، داسلافو افکارو او معاصرو اړتیاوو پر بنسټ د فکر، بصیرت او تجربې ارزښتناکې خپرونې وړاندې کېږي، څو ذهنونه راويښ او زړونه روښانه شی 🌟
مرسته وکړئ چې خپل کارونه په دوامداره توګه پرمخ یوسو (بعون الله)
ستاسې مرسته زموږ د علمي،روحانی، سیاسی، او اصلاحی خدمتونو د دوام ضمانت دی بعون الله
زکات
د مال پاکوالی او د ټولنې دخدمت وسیله ده.
عُشر
د حاصل څخه د ورکړې یوه برخه ده چې د شکر او شرافت نښه ګڼل کېږي.
صدقات
د زړه پاکولو او د بېوزلو سره د مرستې کولو لار ده، چې د اخلاص، شفقت، او مرحمت څرګندونه کوي.